سوره القصص (کیسې) (آیت 68)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۶۸

وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَيَخْتَارُ ۗ مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ ۚ سُبْحَانَ اللَّهِ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ 68 ٦٨

او ستا رب پیدا كوي هغه چې وغواړي او هغه انتخاب كوي، دوى ته هېڅ اختیار نشته، الله لره پاكي ده، او هغه اوچت دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شریكوي (۶۸)

تفسیر
ای رسوله! ستا پالونکی هغه څه پيداکوي چې پيدا کول يې غواړي او چا ته چې غواړي د خپلې پيروۍ او نبوت لپاره يې غوره کوي، مشرکانو لره څه اختيار نشته تر څو پر الله نيوکه وکړي هغه پاک او سپېڅلی دی له هغو شريکانو چې له الله سره يې برخه والاجوړوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ