سوره القصص (کیسې) (آیت 72)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۷۲

قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ النَّهَارَ سَرْمَدًا إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ إِلَٰهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُمْ بِلَيْلٍ تَسْكُنُونَ فِيهِ ۖ أَفَلَا تُبْصِرُونَ 72 ٧٢

ته (دوى ته) ووایه: ما ته خبر راكړئ، كه چېرې الله پر تاسو باندې د قیامت د ورځې پورې همېشه ورځ كړي، نو له الله نه غیر بل څوك معبود دى چې تاسو ته هغه شپه راوړي چې تاسو په هغې كې ارام كوئ؟ ایا نو تاسو نه وینئ؟ (۷۲)

تفسیر
ای رسوله! هغوی ته ووايه: خبر راکړئ که چېرې الله ورځ درباندې د تل لپاره د قيامت تر ورځې اوږده کړي؛ نو له الله پرته بل کوم معبود دی چې شپه درباندې راولي چې آرام پکې وکړئ او د ورځې د کار ستړيا څخه مو پکې په راحت شئ؟! نو آيا تاسې دغه دليلونه نه وينئ او نه پوهېږئ چې له الله پرته بل معبود نشته چې دغه ټول درته راولي؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ