سوره القصص (کیسې) (آیت 73)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۷۳

وَمِنْ رَحْمَتِهِ جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ 73 ٧٣

او خاص د خپل رحمت له وجې يې تاسو لپاره شپه او ورځ پیدا كړې ده، د دې لپاره چې تاسو په دغې (شپه) كې ارام وكړئ او د دې لپاره چې تاسو (په دغې ورځ كې) د هغه له فضله (څه) ولټوئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ (۷۳)

تفسیر
او هغه پاک ذات له خپلې لورېينې ای خلکو تاسوته شپه تياره ګرځولې ده، ترڅو آرام پکې وکړئ وروسته تردې چې د ورځې له کار څخه ستړي شوي وئ، او ورځ يې ستاسو لپاره رڼا ګرځولې ده تر څو پکې د روزۍ لټولو پسې هڅه وکړئ، کېدای شي پر تاسو د الله د نعمتونو شکر وباسئ او ناشکري يې ونه کړئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ