سوره القصص (کیسې) (آیت 76)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۷۶

إِنَّ قَارُونَ كَانَ مِنْ قَوْمِ مُوسَىٰ فَبَغَىٰ عَلَيْهِمْ ۖ وَآتَيْنَاهُ مِنَ الْكُنُوزِ مَا إِنَّ مَفَاتِحَهُ لَتَنُوءُ بِالْعُصْبَةِ أُولِي الْقُوَّةِ إِذْ قَالَ لَهُ قَوْمُهُ لَا تَفْرَحْ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْفَرِحِينَ 76 ٧٦

بېشكه قارون د موسٰى له قومه څخه و، نو ده په دغو (بني اسرائیلو) باندې سركشي (او لويي) وكړه او مونږه ده ته له خزانو ځنې دومره مقدار وركړى و چې بېشكه د هغو چابیانې (كلیګانې) به خامخا په طاقتورې ډلې درنېدلې، (یاد كړه) هغه وخت چې ده ته د ده قوم وویل: ته (په مال خوشحالي او) تكبر مه كوه بېشكه الله (په مال خوشالېدونكي) تكبر كوونكي نه خوښوي (۷۶)

تفسیر
بېشکه قارون د موسی عليه السلام له قومه و؛ نو پرهغوی يې لويي وکړه، هغه ته مو د مال دومره خزانې ورکړې وې چې د خزانو چابيانې به يې پر يوه ځواکمنه ډله هم درنې وې، کله چې يې قوم ورته وويل: د لويي ناز مه کوه، بېشکه الله د کبرله کبله خوشحالي کوونکي نه خوښوي، بلکې هغوی بد ګڼي او پر دغه عذاب ورکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ