سوره القصص (کیسې) (آیت 80)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۸۰

وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ لِمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا وَلَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الصَّابِرُونَ 80 ٨٠

او هغو كسانو وویل چې علم ورته وركړى شوى و: په تاسو افسوس! د الله ثواب ډېر غوره دى د هغه چا لپاره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عمل يې كړى دى، او دغه خبره ښوولى نشي مګر صبر كوونكو ته (۸۰)

تفسیر
او هغو کسانو چې پوهه ورکړل شوې وه - کله یې چې قارون په خپله ښکلا کې وليدی او هغه څه يې واورېدل چې د هغه ملګرو یې تمه درلوده؛ نو هغوی - وويل: تباهي دې وي تاسو لره! د الله ثواب په آخرت کې او هغه نعمتونه چې چمتو کړي يې دي د هغه چا لپاره چې ايمان يې راوړی وي او نېک عمل يې کړی وي غوره دي له هغه څه څخه چې قارون ته کومه د دنيا ښکلا ورکړل شوې ده، او د دغې کلمې ويلو او د هغې پر غوښتنه د عمل کولو توفيق يوازې هغه صبر کوونکو ته ورکول کيږي چې پر هغه څه صبر کوي چې له الله سره کوم ثواب دی هغه ته يې لومړيتوب ورکړی پر هغه له منځه تلونکې توښه چې په دنيا کې ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ