سوره القصص (کیسې) (آیت 83)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۸۳

تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا ۚ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ 83 ٨٣

دغه د اخرت كور (جنت) دا مونږ د هغو كسانو لپاره مقرروو چې په ځمكه كې نه د لويي اراده لري او نه د فساد (وراني) كولو او ښه انجام د پرهېزګارانو لپاره دى (۸۳)

تفسیر
دغه د آخرت کور موږ د نعمتونو او درناوي کور ګرځوو د هغو کسانو لپاره چې په ځمکه کې پر حق له ايمان راوړلو او د هغه له پيروۍ څخه لويي کول نه غواړي او نه په هغې کې فساد غواړي، او ښه پايله چې هغه جنت او د هغه نعمتونه او په هغو کې د الله رضا ده دا ټول د هغو متقيانو لپاره دي چې د خپل پالونکي امرونه مني او له نواهيوو يې ځان ساتي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ