سوره القصص (کیسې) (آیت 84)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۸۴

مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِنْهَا ۖ وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَى الَّذِينَ عَمِلُوا السَّيِّئَاتِ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 84 ٨٤

چا چې یوه نېكي راوړه، نو د هغه لپاره له هغې نه غوره (بدله) ده او چا چې یوه بدي راوړه، نو جزا نشي وركولى هغو كسانو ته چې بدۍ يې كړي دي، مګر هغه چې دوى به څه عمل كاوه (۸۴)

تفسیر
څوک چې د قيامت په ورځ د لمانځه، زکات، روژې او داسې نورو نېکيو سره راشي؛ نو هغه لره د دغې نېکي ښه بدله ده داسې چې نېکي به يې لس برابره شي، او څوک چې د قيامت په ورځ د کفر، سود خوړلو، زنا او داسې نورو بديو سره راشي؛ نو هغو کسانو ته چې بدکارونه يې کړي دي پرته له زيادته به يوازې د هغوی د بدو کارونو په اندازه سزا ورکړل شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ