سوره القصص (کیسې) (آیت 9)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۹

وَقَالَتِ امْرَأَتُ فِرْعَوْنَ قُرَّتُ عَيْنٍ لِي وَلَكَ ۖ لَا تَقْتُلُوهُ عَسَىٰ أَنْ يَنْفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ 9 ٩

او د فرعون ښځې وویل: (دا هلك) زما او ستا د سترګو یخوالى دى، تاسو دا مه وژنئ، امېد دى چې دا به مونږ ته نفع راورسوي، یا به دا مونږ زوى ونیسو، په دې حال كې چې دوى نه پوهېدل (۹)

تفسیر
کله چې فرعون د هغه د وژلو اراده وکړه مېرمنې يې ورته وويل: دغه هلک زما او ستا لپاره د خوښۍ سرچينه ده، مه يې وژنه، کېدای شي په خدمت کولو څه ګټه راورسوي او يا به يې په زوی ولۍسره زوی ونيسو، په داسې حال کې چې هغوی پر دې نه پوهېدل چې د هغوی د پاچايۍ حال به د هغه په لاس څرنګه ګرځي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ