سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 10)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




29 العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۱۰

وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ فَإِذَا أُوذِيَ فِي اللَّهِ جَعَلَ فِتْنَةَ النَّاسِ كَعَذَابِ اللَّهِ وَلَئِنْ جَاءَ نَصْرٌ مِنْ رَبِّكَ لَيَقُولُنَّ إِنَّا كُنَّا مَعَكُمْ ۚ أَوَلَيْسَ اللَّهُ بِأَعْلَمَ بِمَا فِي صُدُورِ الْعَالَمِينَ 10 ١٠

او په خلقو كې ځینې هغه څوك دي چې وايي: مونږ په الله ایمان راوړى دى، نو كله چې ده ته په (لاره د) الله كې تكلیف (سختي) ورسولى شي (، نو) د خلقو (له اړخه) سختي (او فتنه) د الله له جانبه عذاب وګڼي او قسم دى خامخا كه ستا د رب له جانبه امداد راشي (، نو) خامخا ضرور به وايي چې بېشكه مونږ هم له تاسو سره وو۔، ایا الله ښه عالم نه دى په هغه (اخلاص او نفاق) چې د عالمونو (خلقو) په سینو كې دى (۱۰)

تفسیر
او له خلکو ځينې وايي:موږ پر الله ايمان راوړی، خو کله يې چې کافران د ايمان له امله وځوروي؛ نو د هغوی ځورونه لکه د الله عذاب غوندې ګڼي او له کافرانو سره د يووالي په موخه له ايمانه اوړي او که ستا د پالونکي لخوا ستا مرسته وشي ای رسوله! - هغوی خامخا وايي ای مؤمنانو موږ خو په ايمان کې له تاسو سره وو- آيا الله پر هغه څه ښه پوه نه دی چې د خلکو په زړونو کې دي؟! او له هغه هيڅ هم له کفر او ايمانه پټ نه دي چې د هغوی په زړونو کې دي؛ نو هغوی څنګه الله پر هغه څه خبروي چې په زړونو کې يې دي سره له دې چې الله له هغوی هم ډېر ښه پوه دی چې د هغوی په زړونو کې دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ