سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 12)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




29 العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۱۲

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا اتَّبِعُوا سَبِيلَنَا وَلْنَحْمِلْ خَطَايَاكُمْ وَمَا هُمْ بِحَامِلِينَ مِنْ خَطَايَاهُمْ مِنْ شَيْءٍ ۖ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ 12 ١٢

او كافران شویو كسانو هغو خلقو ته وویل چې ایمان يې راوړى دى: تاسو زمونږ د لارې متابعت وكړئ او لازم ده چې مونږ ستاسو ګناهونه اوچت كړو۔، حال دا چې دوى د هغوى له ګناهونو نه هېڅ شى (ګناه) نه دي پورته كوونكي، بېشكه دوى دروغجنان دي (۱۲)

تفسیر
او هغه کسان چې کفر يې کړی هغو کسانو ته به يې ويل چې يوازې پر الله يې ايمان راوړی: په دين او هغه څه کې زموږ پيروي وکړئ چې موږ پرې يو، موږ به ستاسو ګناهونه هم پر غاړه واخلو؛ نو يوازې موږ ته به سزا راکړل شي نه تاسوته، خو هغوی يې هيڅ هم له ګناهونو پر غاړه نه شي اخېستی او هغوی په دغه وينا کې يې درواغجن دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ