سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 14)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




29 العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۱۴

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ 14 ١٤

او یقینًا یقینًا مونږه نوح خپل قوم ته (رسول) لېږلى و، نو هغه په دوى كې پنځوس كاله كم زر كاله تېر كړل، بيا دوى طوفان ونيول، په داسې حال كې چې دوى ظالمان وو (۱۴)

تفسیر
او پرته له شکه نوح مو د رسول په توګه خپل قوم ته يې ولېږلو، په هغوی کې يې نهه سوه پنځوس کاله وخت تېر کړ چې د الله يووالي ته يې رابلل، خو هغوی درواغجن وګڼلو او پر خپل کفر پاتې شول؛ نو هغوی طوفان ونيول په داسې حال کې چې هغوی پر الله د کفر او د رسولانو د درواغ ګڼلو له امله ظالمان وو؛ نو په ډوبېدو سره تباه شول.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ