سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 16)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




29 العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۱۶

وَإِبْرَاهِيمَ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاتَّقُوهُ ۖ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ 16 ١٦

او (یاده كړه قصه د) ابراهیم، كله چې هغه خپل قوم ته وویل: تاسو د الله عبادت كوئ او له هغه نه وېرېږئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه تاسو پوهېږئ (۱۶)

تفسیر
ای رسوله! در په ياد کړه د ابراهيم کيسه کله يې چې خپل قوم ته وويل: يوازې د الله عبادت وکړئ، د هغه له عذابه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، دغه څه چې امر درته پرې شوی ستاسو لپاره غوره دي که تاسو پوهېږئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ