سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 17)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




29 العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۱۷

إِنَّمَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا وَتَخْلُقُونَ إِفْكًا ۚ إِنَّ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَا يَمْلِكُونَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوا عِنْدَ اللَّهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوهُ وَاشْكُرُوا لَهُ ۖ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ 17 ١٧

یقینًا تاسو له الله نه غیر د بتانو عبادت كوئ او تاسو دروغ جوړوئ، بېشكه هغه (معبودان) چې تاسو يې له الله نه غیر عبادت كوئ، دوى تاسو لپاره د رزق مالكان نه دي، نو تاسو له الله سره رزق ولټوئ او د هغه عبادت كوئ او د هغه شكر وباسئ، تاسو به خاص هغه ته بېرته بیولى كېږئ (۱۷)

تفسیر
بېشکه ای مشرکانو تاسو چې د څه عبادت کوئ هغه داسې بوتان دي چې هيڅ ګټه او زيان نه شي رسولای، او له ځانه داسې درواغ جوړوئ چې ګومان کوئ چې هغه بوتان د عبادت وړ دي، بېشکه هغه څه چې له الله پرته يې تاسو عبادت کوئ ستاسو لپاره د روزۍ واک نه لري چې روزي درکړي؛ نو له الله روزي وغواړئ يوازې هغه روزي ورکوونکی دی او يوازې د هغه عبادت وکړئ او د هغه شکر وباسئ پر هغه روزۍ چې پرتاسو يې پېرزو کړې ده، او د قيامت په ورځ د حساب او جزا لپاره يوازې هغه ته ورګرځول کېږئ نه ستاسو بوتانو ته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ