سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 20)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




29 العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۲۰

قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ بَدَأَ الْخَلْقَ ۚ ثُمَّ اللَّهُ يُنْشِئُ النَّشْأَةَ الْآخِرَةَ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 20 ٢٠

ته ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې هغه (الله) د مخلوق ابتدا څنګه كړې ده، بیا به الله پیدا كړي، وروستني پیدا كول، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى (۲۰)

تفسیر
ای رسوله! دغو د بېرته را ژوندي کېدو درواغ ګڼونکو ته ووايه: په ځمکه کې وګرځئ بيا فکر وکړئ چې الله څنګه د پيدايښت پيل کړی، بيا الله خلک د هغوی له مرګ وروسته د دويم ځل لپاره را ژوندي کوي د راپورته کېدو او حساب لپاره، بېشکه الله پر هر څه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای؛ نو د خلکو د بېرته را پاڅولو څخه نه بې وسې کېږي لکه څنګه يې چې د لومړي ځل پيداکولو څخه نه و بې وسې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ