سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 24)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




29 العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۲۴

فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَنْ قَالُوا اقْتُلُوهُ أَوْ حَرِّقُوهُ فَأَنْجَاهُ اللَّهُ مِنَ النَّارِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ 24 ٢٤

نو د هغه (ابراهیم) د قوم (بل) هېڅ جواب نه و مګر دا چې دوى وویل: تاسو دا ووژنئ یا دا وسوځوئ، نو الله ده ته له اور نه نجات وركړ، بېشكه په دې كې خامخا ډېرې نښې دي د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړی (۲۴)

تفسیر
د ابراهيم د قوم ځواب هغه لره چې کله يې چې هغوی ته امر وکړ چې يوازې د الله عبادت وکړي او له هغه پرته د بتانو عبادت پرېږدي يوازې دا و چې ويل يې: د خپلو معبودانو د مرستې په موخه هغه ووژنئ يا يې په اور کې وغورځوئ؛ نو الله هغه له اوره وژغوره، بېشکه په اور کې د هغه له غورځولو وروسته د هغه ژغورنه د هغو خلکو لپاره پند دی چې ايمان راوړي، ځکه همغوی دي چې له عبرتونو ګټه اخلي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ