سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 26)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
29
العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۲۶
فَآمَنَ لَهُ لُوطٌ ۘ وَقَالَ إِنِّي مُهَاجِرٌ إِلَىٰ رَبِّي ۖ إِنَّهُ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
نو په ده باندې لوط ایمان راوړ او ده وویل: بېشكه زه خپل رب ته هجرت كوونكى یم، بېشكه هم هغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى (۲۶)
تفسیر
نو لوط عليه السلام ورته خپل ایمان ښکاره کړ ، او ابراهيم عليه السلام وويل: بېشکه زه مې خپل پالونکي ته د شام مبارکې ځمکې لوري ته هجرت کوم، بېشکه هغه داسې برلاسی دی چې څوک نه شي پرې برلاسي کېدلای، او څوک چې د هغه لوري ته هجرت کوونکی وي نه خواريږي، په خپل تقدير او تدبير کې د حکمت څښتن دی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: