او مونږ هغه ته اسحق او یعقوب وبخښل او مونږ د هغه په اولاده كې نبوت او كتاب كېښوده او مونږ هغه ته د هغه اجر په دنیا كې وركړ او بېشكه هغه په اخرت كې خامخا له صالحانو څخه دى (۲۷)
تفسیر
او ابراهيم ته مو اسحاق او د هغه زوی يعقوب ورکړل، او په اولاد کې مو يې نبوت او د الله له لوري نازل شوي کتابونه ور په برخه کړل، او په دنيا کې مو پر حق د صبر کولو ثواب ورکړ چې اولاد مو يې نېک کړ او ستاينه مو ور په برخه کړه، او په آخرت کې به هغه ته د نېکانو بدله ورکول کيږي، او په دنيا کې چې څه ورکړل شوي د هغو له امله به په آخرت کې هغه څه ترې کم نه کړل شي چې کومه ښه بدله په آخرت کې ورته چمتو کړل شوې ده.