سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 31)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




29 العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۳۱

وَلَمَّا جَاءَتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ بِالْبُشْرَىٰ قَالُوا إِنَّا مُهْلِكُو أَهْلِ هَٰذِهِ الْقَرْيَةِ ۖ إِنَّ أَهْلَهَا كَانُوا ظَالِمِينَ 31 ٣١

او كله چې زمونږ استازيو ابراهیم ته زېرى راوړ (بیا يې ورته وویل:) بېشكه مونږ د دې كلي اوسېدونكو لره هلاك كوونكي یو، بېشكه د دغه (كلي) اوسېدونكي ظالمان دي (۳۱)

تفسیر
کله چې موږ هغه پرېښتې ابراهيم ته د اسحاق او له هغه وروسته د هغه د زوی يعقوب د زيري ورکولو لپاره ورولېږلې هغوی ورته ويلې: موږ د سدم نومي کلي د خلکو چې د لوط د قوم کلی دی تباه کوونکې يو، ځکه د هغه اوسېدونکي ظالمان وو چې ناوړه کارونه يې کول.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ