سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 32)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




29 العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۳۲

قَالَ إِنَّ فِيهَا لُوطًا ۚ قَالُوا نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَنْ فِيهَا ۖ لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ 32 ٣٢

ده وویل: بېشكه په دغه (كلي) كې خو لوط دى، هغوى وویل: مونږ په هغه چا ښه عالمان یو چې په دغه كې دي، مونږ به خامخا ضرور هغه ته او د هغه اهل ته نجات وركوو۔ د هغه له ښځې نه غیر، هغه په باقي پاتې كېدونكو كې ده (۳۲)

تفسیر
ابراهيم عليه السلام پرېښتو ته وويل: په دغه کلي کې چې تاسو يې د خلکو د تباهۍ هوډ لرئ لوط هم دی او هغه له ظالمانو څخه نه دی، پرېښتو وويل: موږ ښه پوه يو چې څوک پکې دي، هرومرو به هغه او کورنۍ يې له هغې تباهۍ وژغورو چې د کلي پر خلکو راتلونکې ده خو پرته له مېرمنې يې چې هغه به له تباه کېدونکو پاتې کېدونکو څخه وي او ژر ده چې هغه به د کلي له خلکو سره يوځای تباه کړو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ