سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 36)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




29 العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۳۶

وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَارْجُوا الْيَوْمَ الْآخِرَ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ 36 ٣٦

او (مونږ لېږلى و) مدین ته د هغوى ورور شعیب، نو ده وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ او د اخري ورځې امېد ساتئ او په ځمكه كې ورانكاري مه ګرځئ، په داسې حال كې چې فساد كوونكي یئ (۳۶)

تفسیر
او د مدين سيمې ته مو د هغوی نسبي ورور شعيب عليه السلام ورولېږلو؛ نو هغه وويل: ای زما قومه! يوازې دیو الله عبادت وکړئ او د هغه په خانګړی عبادت مو د آخرت په ورځ د بدلې هيله ولرئ او په ځمکه کې د ګناهونو په کولو او د هغو په خپرولو فساد مه کوئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ