الله اسمانونه او ځمكه په حق سره پیدا كړي دي، بېشكه په دې كې د مومنانو لپاره خامخا لویه نښه ده (۴۴)
تفسیر
الله پاک آسمانونه او ځمکه په حقه پيداکړي دي او په باطل يې نه دي پيداکړي اونه يې بې ګټې پيداکړي دي، بېشکه په دغه پيداکولو کې د مؤمنانو لپاره د الله پر قدرت څرګند دلالت دی، ځکه همغوی د الله پر پيداکولو له خالق څخه استدلال کوي، خو کافران د نړۍ پر بېلابېلو لوريو او نفسونو تېريږي پرته له دې چې د خالق لويي او د هغه پاک قدرت ته يې دې متوجه کړي.