بلكې ایا هغو كسانو ګمان كړى دى چې بد عملونه كوي چې دوى به زمونږ نه ړومبى (او خلاص) شي؟ بد دى هغه حكم (فیصله) چې دوى يې كوي (۴)
تفسیر
داسې نه ده.ایا هغه خلکو دا ګومان کړی چې شرک او نور ګناهونه ترسره کوي چې موږ به بې وسې کړي او زموږ له سزا به وژغورل شي؟ ډېر بد دی د هغوی دا حکم چې کوي يې، هغوی الله نه شي بې وسې کولای او نه يې له سزا خلاصېدلی شي که چېرې د کفر په حالت کې مړه شي.