سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 50)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
29
العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۵۰
وَقَالُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ آيَاتٌ مِنْ رَبِّهِ ۖ قُلْ إِنَّمَا الْآيَاتُ عِنْدَ اللَّهِ وَإِنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُبِينٌ
او دوى وايي: په ده باندې د خپل رب له جانبه نښې (معجزې) ولې نه نازلولى شي؟ ته (دوى ته) ووایه: بېشكه معجزې خو يواځې له الله سره دي، بېشكه زه خو بس ښكاره وېروونكى یم (۵۰)
تفسیر
او مشرکانو وویل: ولې پر محمد د خپل رب لخوا داسې آیاتونه ندي نازل شوي لکه څرنګه چې له ده څخه په مخکنو پېغمبرانو نازل شوي وې، ووایه -ای پېغمبره- دغو وړاندیز کوونکو ته: آیاتونه خو د الله په لاس کې دي، نازلوي يې څرنګه یې چې خوښه شي، او د نازلولو واک یې زه نلرم، زه خو یوازې ستاسو وېرونکی یم د الله تعالی له عذاب څخه، ښکاره وېرونکی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: