سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 53)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




29 العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۵۳

وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ ۚ وَلَوْلَا أَجَلٌ مُسَمًّى لَجَاءَهُمُ الْعَذَابُ وَلَيَأْتِيَنَّهُمْ بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ 53 ٥٣

او دوى دعذاب په راتلو سره په تا تلوار كوي، او كه چېرې ټاكل شوي نېټه نه وى (نو) خامخا به په دوى عذاب راغلى و، او خامخا ضرور به دا په دوى ناڅاپه راځي، په دې حال كې چې دوى به شعور (خبر) نه لري (۵۳)

تفسیر
ای پېغمبره! مشرکان پر تا د هغه عذاب بیړه کوي چې تا ترې ویرولي، او که چېرې الله تعالی عذاب لپاره وخت نه وی ټاکلی چې نه وروسته کېږي او نه مخکې کېږي نو خامخا به ورته هغه عذاب راغلی وو کوم یې چې غوښتی، او خامخا به دوی ته ناڅاپه راشي په داسې حال کې چې دوی یې هیله نه لري.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ