سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 60)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
29
العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۶۰
وَكَأَيِّنْ مِنْ دَابَّةٍ لَا تَحْمِلُ رِزْقَهَا اللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ ۚ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
او په ځمكه ډېر خوځنده (زنده سر) دي چې خپل رزق نه پورته كوي، الله دوى ته او تاسو ته روزي دركوي او هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى (۶۰)
تفسیر
ټول خوځېدونکي -سره له زیاتوالي- چې روزي نشي راټولولی او نه یې په شا بارولی شي، الله دوی ته هم روزي ورکوي او تاسو ته هم، نو تاسو د لوږې له وېرې د هجرت په پرېښودلو هېڅ عذر نلرئ، او هغه ستاسو د ویناوو اورېدونکی دی، ستاسو په کړنو او نیتونو پوهه دی، هېڅ ترې پټ ندي، او زر دی چې بدله به درکړي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: