سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 63)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




29 العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۶۳

وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ نَزَّلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ مِنْ بَعْدِ مَوْتِهَا لَيَقُولُنَّ اللَّهُ ۚ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ 63 ٦٣

او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې چا له اسمان نه اوبه نازلې كړې دي، بيا يې په هغو سره ځمكه د هغې له مرګ نه پس ژوندۍ كړې ده؟ (نو) خامخا ضرور به دوى ووايي چې الله (دا كار كړى دى) ته ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي بلكې د دوى اكثره عقل نه لري (۶۳)

تفسیر
او که ته پوښتنه وکړې -ای پېغمبره- له مشرکانو څخه: چا له آسمانه اوبه راورولې چې ځمکه یې پرې زرغونه کړه پس له دې چې وچه وه؟ خامخا به ووایي: الله دی چې له آسمانه یې باران راورولی او ځمکه یې پرې زرغونه کړې، ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: ثنا ده هغه ذات لره چې تاسو ته یې دلیل ښکاره کړی، بلکه پایله داده چې زیاتره یې عقل نه کاروي؛ ځکه که چېرې یې عقل کارولی نو د الله سره به یې بتان نه شریکول چې نه ګټه رسولی شي او نه زیان.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ