سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 101)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۰۱

وَكَيْفَ تَكْفُرُونَ وَأَنْتُمْ تُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ آيَاتُ اللَّهِ وَفِيكُمْ رَسُولُهُ ۗ وَمَنْ يَعْتَصِمْ بِاللَّهِ فَقَدْ هُدِيَ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ 101 ١٠١

او تاسو څنګه كافر كېږئ، او تاسو چې یئ، تاسو ته د الله ایتونه تلاوت كېږي او په تاسو كې د هغه رسول (هم موجود) دى او چا چې په (دین د) الله منګولې ښخې كړې، نو په رښتیا سره هغه په نېغه لار روان كړى شو (۱۰۱)

تفسیر
نو څنګه تاسو په الله تعالی باندې کفر کوئ، وروسته له هغه چې ایمان پرې راوړ، په داسې حال کې چې له تاسې سره پر ایمان د ټینګ پاتې کېدو لوی سبب شته دی. پر تاسې د الله آیاتونه لوستل کېږي، او د هغه پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم یې تاسو ته بیانوي او چا چې د الله تعالی پر کتاب او د هغه د رسول پر سنتو (طریقو) منګولې ولګولې، نو په تحقیق سره الله تعالی دا انسان (هغې) سمې لارې ته برابر کړي دی چې کوږوالی په کې نشته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ