سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 102)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
3
آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۰۲
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له الله نه ووېرېږئ، څنګه چې له هغه نه د وېرېدلو حق دى او تاسو مه مرئ مګر په دې حال كې چې تاسو مسلمانان یئ (۱۰۲)
تفسیر
ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د رسول تابعداري مو کړې ده، له خپل رب څخه په حقه ووېرېږئ، او هغه داسې چې د هغه د حکمونو تابعداري وکړئ او د هغه له نواهیو څخه ځان وساتئ، او د هغه د نعمتونو شکر پرځای کړئ، او په خپل دین باندې ټینګې منګولې ولګوئ، تر دې چې تاسو ته مرګ راشي او تاسې په دې باندې (ټینګ) یئ.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: