سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 106)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۰۶

يَوْمَ تَبْيَضُّ وُجُوهٌ وَتَسْوَدُّ وُجُوهٌ ۚ فَأَمَّا الَّذِينَ اسْوَدَّتْ وُجُوهُهُمْ أَكَفَرْتُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُونَ 106 ١٠٦

په هغې ورځ كې چې څه مخونه به تك سپین وي او څه مخونه به تك تور وي، نو هر چې هغه كسان دي چې د چا مخونه به تك تور وي، (هغوى ته به ویلى شي) ایا تاسو د خپل ایمان نه پس كافر شوي وَئ، نو عذاب وڅكئ د هغه كفر په بدل كې چې تاسو به كاوه (۱۰۶)

تفسیر
دا غټ عذاب به په دوئ باندې د قیامت په ورځ وي، هر کله چې سپین شي مخونه د مومنانو د خوشحالۍ او نیکبختۍ له امله، او تور شي مخونه د کافرانو د غم او مصیبت له امله، نو پس هغه کسان چې په دغه لویه ورځ يې مخونه تور شوي وي د رټنې په شکل به ورته وویل شي: آیا تاسو کفر کړی و د الله په توحید او په هغه اقرار چې ستاسو څخه يې اخیستی و چې د هغه سره به په عبادت کې هیڅ شی نه شریکوئ، ستاسو د تصدیق او اقرار څخه وروسته؟! نو پس وڅکئ د الله تعالی هغه عذاب چې تاسو ته يې ستاسو د کفر له امله تیار کړی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ