سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 111)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۱۱

لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى ۖ وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ 111 ١١١

دوى هیڅكله هم تاسو ته ضرر نشي دررسولى مګر لږ (د ژبې) تكلیف، او كه دوى له تاسو سره جنګ شروع كړي (نو) تاسو ته به شاګانې درواړوي، بیا به له دوى سره مرسته نه كېږي (۱۱۱)

تفسیر
-ای مومنانو- او چې هغوئ ستاسو سره څومره دښمني کوي نو تاسو ته او ستاسو دین ته هیڅ ضرر نشي دررسولی مګر په ژبه تکلیف دررسوي، چې ستاسو په دین پسې خبرې کوي، او تاسو پوري مسخرې کوي او داسی نور، او که چیرته تاسو سره جنګ وکړي نو ستاسو له مخې نه به ناکام تښتي، او په تاسو به هیڅکله بریالي نشي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ