سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 112)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۱۲

ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللَّهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الْمَسْكَنَةُ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ الْأَنْبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ ۚ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ 112 ١١٢

په دوى باندې ذلت مسلط كړى شوى دى، هر ځای چې دوى وموندلى شي، مګر (دا چې دوى منګولې ولګوي) د الله په رسۍ او د خلقو په رسۍ او دوى راستانه شول په هغه غضب سره چې د الله له طرف نه و، او په دوى باندې محتاجي مسلط كړى شوه، دا په دې چې یقینًا دوى د الله له ایتونو نه انكار كاوه او نبیان يې ناحقه وژل، دا په دې وجه چې دوى نافرماني كوله او دوى زیاتى كاوه (۱۱۲)

تفسیر
بی عزتي او ټیټوالی په یهودو پسی نښتی دی، چې هر ځای کې وي دوی به ذلیله او خوار وي، نو پس دوی نه شي بچ کیدی مګر په لوظ یا امن د الله تعالی له طرفه او یا د خلکو له طرفه، او اخته شول دوی په غضب د الله تعالی، او کېښودل شوه لوږه او غربت ګردچاپیره په دوی باندې، دا هر څه چې په دوی باندې وشو دا دوی د کفر له وجی نه د الله تعالی په آیتونو، او په سبب د قتلولو د دوی خپلو پیغمبرانو لره په ظلم سره، او همدارنګه په سبب د نافرمانۍ د دوی او په سبب د تجاوز د دوی د الله تعالی له پولو څخه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ