سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 113)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۱۳

لَيْسُوا سَوَاءً ۗ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ أُمَّةٌ قَائِمَةٌ يَتْلُونَ آيَاتِ اللَّهِ آنَاءَ اللَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ 113 ١١٣

دوى یو شان نه دي، په اهلِ كتابو كې یوه ډله ده قايمه، چې د شپې په ساعتونو كې د الله ایتونه تلاوت كوي او هغوى سجدې كوي (۱۱۳)

تفسیر
ټول اهل کتاب ندي برابر پدې بد حال کې، بلکه له دوی څخه یوه ډله شته چې د الله تعالی په دین برابره ده، عمل کوونکې ده د الله تعالی په حکمونو او ځان ساتونکې ده د هغه له منهیاتو څخه، د الله تعالی آیتونه د شپې په څه حصه کې لولي او حال دا چې هغوئ لمونځ کوونکي وي الله تعالی ته، دا ډله د محمد صلی الله علیه وسلم د پېغمبر کیدو څخه مخکې وه، او کومو چې يې د محمد صلی الله علیه وسلم پیغمبري راګیره کړې وه نو ایمان يې راوړی وو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ