سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 11)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۱

كَدَأْبِ آلِ فِرْعَوْنَ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ ۗ وَاللَّهُ شَدِيدُ الْعِقَابِ 11 ١١

(حال د دوى داسى دى) لكه حال (او عادت) د فرعونیانو او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، چې زمونږ ایتونه به يې دروغ ګڼل، نو الله هغوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول او الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى (۱۱)

تفسیر
د دې کافرانو حال په شان د حال د تابعدارانو د فرعون دی، او د هغوی څخه مخکې کسانو چې په الله یې کفر کړی او د هغه آیتونه یې دروغ ګڼلي دی، نو الله تعالی ورته عذاب ورکړ د دوی د ګناهونو له امله، او نه دوی ته خپلو مالونو څه ګټه ورسوله او نه اولادونو، او الله سخت عذاب ورکونکی دی هغو خلکو ته چې پرې کفر کوي، او د هغه آیتونه دروغ ګڼي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ