سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 130)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۳۰

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا الرِّبَا أَضْعَافًا مُضَاعَفَةً ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ 130 ١٣٠

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو سود مه خورئ چې څو چنده دوه ګونه كړى شوى وي او له الله نه وېرېږئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ (۱۳۰)

تفسیر
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی باندې او د هغه د رسول تابعداري مو کړې ده، د سود اخیستلو څخه ځان وساتئ چې زیات چندونه اخلئ د خپل هغه رأس المال څخه چې تاسو قرض ورکړی وي، لکه څرنګه به چې د جاهلیت والاو کول، او وویریږئ له الله تعالی څخه د هغه د حکمونو په عملي کولو سره او د هغه د منهیاتو څخه په ځان ساتلو سره، د دې لپاره چې تاسو حاصل کړئ هغه خیر چې تاسو يې په دنیا او اخرت کې غواړئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ