سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 133)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۳۳

وَسَارِعُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ 133 ١٣٣

او تاسو له یو بل نه تلوار كوئ هغه (مغفرت) بخښنې ته چې د خپل رب له جانبه ده او داسې جنت ته چې د هغه پلن والى د اسمانونو او د ځمكې (په اندازه) دى، د پرهېزګارانو لپاره تیار كړى شوى دى (۱۳۳)

تفسیر
او تلوار وکړئ او د یو بل نه مخکې والی وکړئ نیکو کارونو کولو ته، او په ځان نږدې کولو سره الله تعالی ته په مختلفو طاعتونو سره؛ د دې لپاره چې تاسو د الله تعالی له طرفه لوی مغفرت حاصل کړئ، او ننوځئ داسې جنتونو ته چې پراخوالی یې د اسمانونو او ځمکو په شان دی، دغه جنت الله تعالی د خپلو پرهیزګارانو بندګانو لپاره تیار کړی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ