سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 136)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۳۶

أُولَٰئِكَ جَزَاؤُهُمْ مَغْفِرَةٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَجَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ وَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ 136 ١٣٦

دغه كسان (چې دي) د دوى بدله د خپل رب له جانبه بخښنه ده او داسې جنتونه دي، چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، چې په هغو كې به دوى همېشه وي، او د (ښه) عمل كوونكو (لپاره) ښه اجر دى (۱۳۶)

تفسیر
دغه کسان چې د دې خایسته صفتونو والا دي، او د دې خایسته خصلتونو والا دي، ثواب د دوئ دا دی چې الله تعالی د دوی ګناهونه پټ کړي، او ورته ترې تېر شي، او دوی لره په اخرت کې جنتونه دي چې بهیږی به لاندې د ماڼیو د هغې نه ویالې، اوسیږي به دوی په دې کې تل، او ډیره خایسته ده دا بدله د هغه چا چې د الله تعالی په طاعت باندې عمل کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ