سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 13)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۳

قَدْ كَانَ لَكُمْ آيَةٌ فِي فِئَتَيْنِ الْتَقَتَا ۖ فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَأُخْرَىٰ كَافِرَةٌ يَرَوْنَهُمْ مِثْلَيْهِمْ رَأْيَ الْعَيْنِ ۚ وَاللَّهُ يُؤَيِّدُ بِنَصْرِهِ مَنْ يَشَاءُ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَعِبْرَةً لِأُولِي الْأَبْصَارِ 13 ١٣

یقینًا شته تاسو لپاره لویه نښه په هغو دوه ډلو كې چې یو بل ته مخامخ شوې وې، یوه ډله د الله په لار كې جنګېدله او بله كافره وه، دوى به هغوى لره له خپل ځان نه دوه چنده (زیات) لیدل، دسترګو په لیدلو سره، او الله په خپل مدد سره قوت وركوي (مضبوطوي) چا ته چې وغواړي، یقینًا په دې كې د سترګو خاوندانو لپاره خامخا عبرت (اونصیحت) دى (۱۳)

تفسیر
بېشکه تاسو لپاره لارښوونه او عبرت و په هغو دوو ډلو کې چې د بدر په ورځ د جنګ لپاره سره ونښتې، یوه ډله یې مؤمنه وه چې د پېغمبر -صلی الله علیه وسلم- او د هغه د ملګرو وه، د الله په لار کې یې جنګ کاوه ددې لپاره چې د الله کلمه لوړه وي، او د هغو کسانو کلمه ښکته وي چې کفر یې کړی، او بله ډله کافره وه چې د مکې کافران دي، هغه کسان چې په لویۍ او ځان ښودنې او تعصب سره راوتلي وو، مؤمنانو دوی لره د ځانو دوه برابره لیدل د سترګو په حقیقي لیدلو سره، نو الله تعالی د خپلو دوستانو مرسته وکړه، او الله تعالی ټینګوي په خپله مرسته چاته چې وغواړي، بېشکه په دغه کې د سترګو خاوندانو ته لوی عبرت او پند دی، چې پوه شي چې مرسته یوازې د ایمان والاو په برخه ده، اګر که شمېر یې کم وي، او ماتې د باطل والاو په برخه ده اګر که شمېر یې ډېر وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ