سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 50)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۵۰

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوَاجَكَ اللَّاتِي آتَيْتَ أُجُورَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ مِمَّا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَيْكَ وَبَنَاتِ عَمِّكَ وَبَنَاتِ عَمَّاتِكَ وَبَنَاتِ خَالِكَ وَبَنَاتِ خَالَاتِكَ اللَّاتِي هَاجَرْنَ مَعَكَ وَامْرَأَةً مُؤْمِنَةً إِنْ وَهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِيِّ إِنْ أَرَادَ النَّبِيُّ أَنْ يَسْتَنْكِحَهَا خَالِصَةً لَكَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۗ قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَيْهِمْ فِي أَزْوَاجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ لِكَيْلَا يَكُونَ عَلَيْكَ حَرَجٌ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا 50 ٥٠

اى نبي! بېشكه مونږ تا لپاره ستا هغه ښځې حلالې كړې دي چې تا (هغو ته) خپل مهرونه وركړي دي او هغه ښځې (هم) چې ته يې مالك شوى يې له هغو (وینځو) نه چې الله تا ته (له كفارو نه) راګرځولي دي او (مونږ حلالې كړې دي) ستا د تره لوڼه او ستا د عمو (پلرنۍ تروریانو) لوڼه او ستا د ماما لوڼه او ستا د خاله ګانو (مورنۍ تروريانو) لوڼه، هغه چې له تا سره يې هجرت كړى دى، او (هغه) مومنه ښځه (هم)، كه چېرې هغه خپل ځان نبي ته وبخښي، كه نبي اراده وكړي چې دغه په نكاح واخلي، په داسې حال كې چې (دغه ښځه) له مومنانو نه غیر يواځې تا ته خاص (جايزه) ده، یقینًا مونږ ته هغه (حكم) معلوم دى چې مونږ په دوى باندې د خپلو ښځو او خپلو وینځو په باره كې فرض كړى دى، د دې لپاره چې په تا هېڅ حرج (او سختي) نه وي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى (۵۰)

تفسیر
ای نبي! موږ ستا هغه مېرمنې درته روا کړې دي چې مهرونه يې دې ورکړي، او هغه مينځې مو درته روا کړې چې الله په غنیمت کې درکړې دي، او ستا لپاره مو ستا د تره د لوڼو نکاح، ستا د عمه ګانو د لوڼو نکاح، ستا د ماما د لوڼو نکاح او ستا د هغو خاله ګانو د لوڼو نکاح حلاله کړې ده چې ستا سره يې له مکې څخه مدينې ته هجرت کړی، او د هغې مؤمنې ښځې نکاح مو درته روا کړې ده چې خپل ځان پرته له مهر درته ډالۍ کړي که ته ورسره نکاح غواړې، او د ډالۍ نکاح يوازې د هغه صلی الله عليه وسلم لپاره ده له امته يې د بل چا لپاره روا نه ده، بېشکه موږ پر هغه څه پوهېږو چې پر مؤمنانو مو د هغوی د مېرمنو په اړه واجب کړي دي، هغه دا چې له څلورو مېرمنو زياتې ورته روا نه دي، او څه مو چې هغوی لره د مينځو په اړه يې روا کړي دي هغه دا چې پرته د شمېر له قيده له څومره مينځو چې غواړي ګټه پورته کولای شي، او هغه څه مو درته روا کړي چې روا کړي مو دي کوم چې بيان کړل شول چې له تا پرته بل چا ته مو نه دي روا کړي، تر څو ستا لپاره کومه تنګي او سختي نه وي، او الله له خپلو بندګانو د هغه چا بښونکی دی چې توبه ورته وباسي او پر هغوی مهربان دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ