سوره الصف (صف) (آیت 5)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




61 الصف(الصف)، آیت ۵

وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ لِمَ تُؤْذُونَنِي وَقَدْ تَعْلَمُونَ أَنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ ۖ فَلَمَّا زَاغُوا أَزَاغَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ ۚ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ 5 ٥

او (یاد كړه) هغه وخت چې موسٰی خپل قوم ته وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته ولې ضرر رارسوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ چې یقینًا زه تاسو ته د الله رسول یم۔، نو كله چې دوى (د الله له حكم نه) كاږه شول، نوالله د دوى زړونه كاږه كړل۔ او الله نافرمانه قوم ته هدایت نه كوي (۵)

تفسیر
اې رسوله! در په ياد کړه، کله چې موسی خپل قوم ته وويل: اې زما قومه! ولې زما د امر په نه منلو ما ځوروئ حال داچې تاسې پوهېږئ چې زه تاسو ته د الله رسول يم؟! کله چې هغوی له حق څخه واوښتل او کاږه شول، الله يې زړونه له حق او سمې لارې څخه کاږه کړل، او الله له خپلې پيروۍ څخه وتلي قوم ته د حق توفيق نه ورکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ