سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 140)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۴۰

إِنْ يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِثْلُهُ ۚ وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَاءَ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ 140 ١٤٠

كه چېرې تاسو ته څه زخم رسېږي، نو یقینًا (كافر) قوم ته (هم) د دې په شان زخم رسېدلى دى او دا ورځې (حادثې) دي چې مونږه يې د خلقو په مینځ كې په وار سره اړوو رااړوو او لپاره د دې چې الله مومنان معلوم كړي او له تاسو څخه شهیدان واخلي او الله له ظالمانو سره مینه نه كوي (۱۴۰)

تفسیر
که چیری تاسو ته دررسیدلي وو -ای مومنانو- زخمونه او مرګ د جنګ احد په ورځ، نو یقینا کافرانو ته هم ستاسو په شان زخمونه او مرګ وررسیدلی و، او ورځې چې دي الله تعالی یې اړوي را اړوي د خلکو ترمنځ که مسلمان وي او که کافر څرنګه چې د الله تعالی خوښه وي د کامیابۍ او ناکامۍ نه؛ د غټو حکمتونو له وجی نه؛ چی ځینې يې دا دي: چې حقیقي مسلمانان پکې د منافقانو څخه ښکاره شي، او ځینې يې دا دي: چې ونازوي چا لره چې وغواړي په شهادت سره په خپله لاره کې، او الله تعالی نه خوښوي تیری کوونکي په خپلو ځانونو چې د الله تعالی په لاره کې یې جهاد پریښودی وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ