سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 142)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۴۲

أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَعْلَمِ اللَّهُ الَّذِينَ جَاهَدُوا مِنْكُمْ وَيَعْلَمَ الصَّابِرِينَ 142 ١٤٢

ایا تاسو دا ګمان كوئ چې تاسو به جنت ته داخل شئ، حال دا چې لا تر اوسه الله په تاسو كې هغه كسان نه دي معلوم (څرګند) كړي چې جهاد يې كړى دى، او د دې لپاره چې هغه صبر كوونكي معلوم كړي (۱۴۲)

تفسیر
آیا ګمان کوئ تاسو -ای مومنانو- چې جنت ته به ننوځئ پرته له امتحان او صبر نه چې پدې سره د الله تعالی په لاره کې حقیقي مجاهدین ښکاره شي، او ښکاره شي هغه صبر کوونکي په هغو تکلیفونو چې دوی ته په جهاد کې رسیږي؟!

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ