سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 144)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۴۴

وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ ۚ أَفَإِنْ مَاتَ أَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ ۚ وَمَنْ يَنْقَلِبْ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ فَلَنْ يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا ۗ وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ 144 ١٤٤

او محمد نه دى مګر یو رسول، بېشكه له ده نه مخكې رسولان تېر شوي دي، ایا نو كه چېرې دى مړ شي، یا ووژل شي (، نو) تاسو به بېرته په شا لاړ شئ او څوك چې بېرته په شا لاړ شي، نو هغه به الله ته هیڅكله هم څه زیان ونه رسولى شي او الله به خامخا شكر ګذارو ته بدله (ثواب) وركړي (۱۴۴)

تفسیر
او نه و محمد -صلی الله علیه وسلم- مګر یو پیغمبر و د ډلی د هغو پیغمبرانو څخه چې مخکې د ده نه تیر شوي دي، مړه شوي او یا وژل شوي (شهیدان شوی) دي، نو آیا که محمد -صلی الله علیه وسلم- مړ شو او یا ووژل شو (شهید شو) نو تاسو به د خپل دین څخه واوړئ، او جهاد به پریږدئ؟! او څوک چې ستاسې څخه د خپل دین نه واوړي یقینا الله تعالی ته هیڅ ضرر نشي رسولی؛ ځکه چې هغه قوي او زورور ذات دي، بلکه دا مرتد انسان خپل ځان ته ضرر رسوي چې د دنیا او اخرت د تاوان سره يې مخ کوي، او خامخا بدله به ورکړي الله تعالی شکر کذارو ته خایسته بدله د وجی د ثابت پاتې کیدلو د دوی په خپل دین باندې، او د وجی د جهاد کولو د دوی د هغه په لاره کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ