او هېڅ یو نفس لره دا اختیار نشته چې (پخپله) مړ شي مګر د الله په ارادې سره، لیكلى مقرر وخت دى، او څوك چې د دنیا بدله غواړي، (نو) مونږ به له دې (دنیا) نه هغه ته (بدله) وركړو او څوك چې د اخرت ثواب غواړي، (نو) هغه ته به يې له دې (اخرت) نه وركړو، نژدې ده چې مونږ به شكر ګذارو ته ښه بدله وركړو (۱۴۵)
تفسیر
او نشته هیڅ یو نفس لره چې مړ شي مګر په قضا او حکم د الله تعالی، وروسته له هغه نه چې پوره شي هغه موده چې الله تعالی ورله لیکلي وي او هغه لره یې د مرګ وخت ګرځولی وي، چې نه د هغه څخه زیاتیږی او نه کمیږی. او هر هغه څوک چې غواړي په خپل عمل سره بدله د دنیا ورکوو مونږ هغه ته په هغه اندازه چې دې ته د دنیا څخه لیکل شوي وي، او په آخرت کې به د هغه لپاره هيڅ بدله نه وي، او څوک چې په خپل عمل سره په آخرت کې د الله تعالی ثواب او بدله غواړي مونږ به یې ورته د هغه څخه ورکړو، او خامخا بدله ورکوو مونږ هغه چاته چې شکر ګذار وي بدله لویه.