سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 147)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۴۷

وَمَا كَانَ قَوْلَهُمْ إِلَّا أَنْ قَالُوا رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَإِسْرَافَنَا فِي أَمْرِنَا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ 147 ١٤٧

او د هغوى وینا له دې نه غیر بله نه وه چې ویل به يې: اى زمونږه ربه! مونږ ته زمونږ ګناهونه او په خپل كار كې زمونږه اسراف كول (له حد نه تېرېدل) وبخښه او زمونږه (پښې) قدمونه ټینګ كړه او د كافر قوم په مقابله كې زمونږ مدد وكړه (۱۴۷)

تفسیر
او نه وه دعا د دې صبر کوونکو خلکو کله چې په هغوی باندې مصیبتونه راغلل مګر دا چې ویل به یې: ای ربه زمونږه! وبخښه مونږ ته ګناهونه زمونږ او زیاتی زمونږ په دین خپل کې، او مضبوط کړه قدمونه زمونږ د دښمن سره د مخامخ کیدو په وخت کې، او غالب کړه مونږ په هغه قوم چې په تا یې کفر کړی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ