اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو د كافر شویو كسانو خبره ومنئ (، نو) هغوى به تاسو (له دین نه) په شا وګرځوي، بیا به تاسو داسې شئ چې تاوانیان به یئ (۱۴۹)
تفسیر
ای هغه کسانو چې په الله تعالی باندې مو ایمان راوړی او د هغه د رسول تابعداري مو کړې، که چیرته تاسو تابعداري وکړئ د هغه کسانو چې کفر يې کړی دی له یهودو او نصاراو او مشرکانو څخه، په هغه څه کې چې تاسو ته پرې امر کوي له ګمراهۍ نه، بېرته به وګرځوي تاسو وروسته له ایمان ستاسو نه -هغه څه ته چې هغوی پکې دی- کافران، نو بس تاسو به وګرځئ تاوانیان په دنیا او اخرت کې.