سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 151)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۵۱

سَنُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ بِمَا أَشْرَكُوا بِاللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا ۖ وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ ۚ وَبِئْسَ مَثْوَى الظَّالِمِينَ 151 ١٥١

ژر ده چې مونږ به د هغو كسانو په زړونو كې رعب واچوو چې كافران شوي دي، په سبب د دې چې دوى له الله سره هغه شى شریك كړى دى چې هغه (الله) په دې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، او د دوى استوګنځای اور دى او هغه د ظالمانو بد اوسېدنځای دى (۱۵۱)

تفسیر
زر دی چې مونږ به د هغه کسانو په زړونو کې سخته ویره وغورځوو چې په الله تعالی باندې یې کفر کړی، تر دې چې هغوي به ستاسو سره د جنګ کولو مقاومت ونلري په سبب د شریک جوړولو د دوی له الله تعالی سره نور معبودان؛ چې هغوی یې په خپلو خواهشاتو بندګي کړې وه، په دوی باندې د الله تعالی له طرفه د هغوی د بندګۍ کولو څه دلیل نه و راغلی، او ځای د اوسیدلو د دوی چې دوی به ورته ورګرځي په آخرت کې اور د جهنم دی، او د جهنم اور ډیر بد ځای د اوسیدو دی د ظالمانو لپاره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ