سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 160)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۶۰

إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ ۖ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ ۗ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ 160 ١٦٠

كه چېرې الله ستاسو مدد وكړي، نو بیا پر تاسو باندې هیڅوك غالب راتلونكى نشته او كه چېرې تاسو (بې مدده) پرېږدي، نو څوك دى هغه كس چې له هغه (الله) نه بعد به ستاسو مدد وكړي؟ او پس لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي (۱۶۰)

تفسیر
که چیرته الله تعالی ستاسو مرسته وکړي په خپل نصرت او اعانت سره نو هیڅوک په تاسې باندې نشې غالبه کیدلی، اګر که ستاسو خلاف د ځمکې ټول اوسیدونکي سره یوځائ شي، او که چیرته ستاسو مرسته او مدد پریږدي او خپلو ځانونو ته مو وسپاري نو بیا د هغه څخه وروسته هیڅوک ستاسو سره مرسته او مدد نشي کولی، نو پس غلبه خاص د هغه په لاس کې ده، او خاص په هغه باندې دې مومنان اعتماد او توکل وکړي نه په بل هیچا باندې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ