ایا نو هغه څوك چې د الله د رضامندۍ پیروي كوي، د هغه كس په شان دى چې د الله له جانبه په (راغلي) غضب سره واپس شي؟ او د هغه استوګنه جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځای دى (۱۶۲)
تفسیر
ندی برابر د الله تعالی په نیز هغه څوک چې روان وي په هغه څه پسې چې په هغه باندې د الله تعالی رضا حاصلیږی د ایمان او نیک عمل څخه، او هغه څوک چې کفر يې کړی وي په الله تعالی باندې او ګناهونه یې کړي وي، نو پس اخته شوی وي په سخت غضب د الله تعالی له طرفه، او ځای د اوسیدو د دې جهنم وي، او ډیر بد دی دا جهنم ځای د ورګرځیدو او ځای د اوسیدلو.