سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 164)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۶۴

لَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْ أَنْفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ 164 ١٦٤

خامخا په رښتیا سره الله په مومنانو باندې احسان كړى دى كله چې يې دوى ته د همدوى له نفسونو (جنس) څخه یو رسول راولېږه، چې دوى ته د هغه ایتونه تلاوت كوي او دوى پاكوي او دوى ته د كتاب او حكمت (سنت) تعلیم وركوي او یقینًا دوى له دې نه مخكې په ښكاره ګمراهۍ كې وو (۱۶۴)

تفسیر
بیشکه لورېنه کړې ده الله تعالی پر مومنانو او احسان یې کړی د دوی سره کله چې یې راولیږه په دوی کې رسول د دوی له جنس څخه، لولي په دوی باندې قران کریم، او پاکوي دوی لره له شرک او بدو اخلاقو څخه، او ورښایې دوی ته قران اوسنت، او یقینا وو دوی مخکې د رالیږل کېدو د دې پیغمبر (محمد صلی الله علیه وسلم) څخه په ګمراهۍ ښکاره کې له هدایت او نیکې لارې څخه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ