سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 168)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
3
آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۶۸
الَّذِينَ قَالُوا لِإِخْوَانِهِمْ وَقَعَدُوا لَوْ أَطَاعُونَا مَا قُتِلُوا ۗ قُلْ فَادْرَءُوا عَنْ أَنْفُسِكُمُ الْمَوْتَ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ
هغه كسان چې د خپلو وروڼو په باره كې يې وویل او خپله (له جنګ نه) ناست وو: كه چېرې هغوى زمونږ خبره منلې وى، (نو) نه به وژل كېدل، ته (ورته) ووایه: نو تاسو له خپلو ځانونو نه مرګ لرې كړئ كه چېرې تاسو رښتیني یئ (۱۶۸)
تفسیر
دا هغه کسان دي چې د جنګ څخه وروسته پاتې شوي وو، او ویل یې د خپلو هغو خپلوانو باره کې چې د احد په ورځ مړه شوي وو: که چیرته دوی زمونږ خبره منلې وای او جنګ ته نه وی وتلې نو یقینا دوی به نه و مړه شوي، -ای پیغمبره- ته رد وکړه په دوی باندې او ورته ووایه: تاسو د خپلو ځانونو څخه مرګ لرې کړئ کله چې په تاسو مرګ راشي که چیرته تاسو رښتوني یاست په خپله دعوه کې چې که چیرته هغوی ستاسو خبره منلی وی نه به وو مړه شوي، او یقینا چې ستاسو د مرګ نه د ژغورل کیدو سبب د الله تعالی په لاره کې د جهاد نه پاتې کېدل وو.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: